دا څلورمه پېړۍ ده چې مسلمانان او په دې ډله کې افغانان له یوې بدې عقدې نه کړېږي چې له نورو تمدنو سره د راشه درشه او همکارۍ مخه نیسي. دا عقده له اتلسمې پېړۍ چې صنعتي انقلاب لوېدیځ په استعماري ځواک واړاوه او مسلمانانو خپل شتوالی له خطر سره مخامخ ولید، پیلېږي.
اما بیرون آمدن ازین عقده تاریخی یک نیاز مبرم است تا مسلمانان در مجموع و افغانها به خصوص، با شناخت آنچه قبل از غرب استعماری در قرون وسطی و دوران های ماقبل اسلام داشتند، بخود ببالند و مانند نیاکان خود مراودات با دیگران را باعث فلاکت نه بلکه شراکت و رفاهیت بدانند.
زموږ د پرمختګ له پاره ضرور ده چې خپله بشري پانګه د هغه تمدني میراث پر بنسټ راجوړه کړو چې د لرغوني خراساني او اسلامي تمدن دواړو عناصر په کې ګډ شوي دي. افغانان چې په زردشتي، یوناني او بودایي ټولو دورو کې یې پیاوړي علمي بنسټونه درلودل، د اسلام د مقدس دین تر قبلولو وروسته ددغو ظرفیتونو په کارولو د اسلامي حاکمیت، په تېره عباسي خلافت په مهمو علمي، سیاسي او نظامي ارکانو بدل شول.
دلایل اینگونه اعتماد به نفس، قرینه های تاریخی و درس های آن در بخش اول برنامه سرمایه تمدنی ما مورد بحث قرار گرفته است.