Sveriges mest populära poddar

8am Media | پادکست ۸صبح

ژورې خبرې/۱۱: د پښتنو قومي جرګه؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ څه غواړي؟

98 min • 14 oktober 2024

د پښتنو قومي جرګه؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ څه غواړي؟

د «پښتون قومي عدالت جرګه» تر نامه لاندې په خیبرپښتونخوا کې یوه لویه درې ورځنۍ جرګه روانه ده. دا جرګه سره له دې چې د اسلام‌اباد له پراخو مخالفتونو سره مخ وه، د پښتون ژغورنې غورځنګ په غوښتنه جوړه شوې ده. په دې جرګه کې لسګونه زره کسانو ګډون کړی او ځینې ښځې هم په کې برخه لري. د دغه غورځنګ مشر، منظور پښتین، د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ غړي، ګیلامن وزیر تر وژنې وروسته د قومي جرګې د جوړېدو ژمنه کړې وه. سره له دې چې د پوځ له پرلپسې خنډونو سره مخ شو، په پای کې یې وکړای شول چې دا جرګه جوړه کړي.

په دې پاډکسټ کې به د خیبر جرګې او د پښتون ژغورنې غورځنګ داعیې ته کتنه وکړو. دا غورځنګ ولې رامنځته شو او د منظور پښتین او د هغه د پلویانو غوښتنې څه دي؟ آیا پښتانه د پاکستان د وېش او د «پښتونستان» تر نامه لاندې د خپلواک هېواد د جوړولو په لټه کې دي؟ دا غورځنګ د سیمې له ځینو نورو خوځښتونو سره څه توپیر لري؟ ولې ځینې پوهان د ډیورنډ کرښې دې خوا ته د پښتون ژغورنې غورځنګ او د خیبر جرګې پر پایلو خوشبین دي؟ که د دې جرګې غوښتنې عادلانه وي، نو ولې پښتانه د ډیورنډ کرښې دې غاړې ځینې نور خوځښتونه نه‌مني؟ ایا د پښتون ژغورنې غورځنګ اقدامات به د ډیورنډ دواړو غاړو ستونزې او بې‌عدالتۍ لا زیاتې کړي؟

Förekommer på
00:00 -00:00