د ډیورنډ په دواړو غاړو کې محرومیت؛ د پښتنو په جرګه کې د ښځو ونډه څنګه وه؟
په وروستۍ جرګه کې د ښځو ګډون او په پرېکړو کې د هغوی ونډه د ډیورند په دواړو خواوو کې له تود هرکلي سره مخ ده. په دې غونډه کې د خیبرپښتونخوا سربېره د ډیورنډ له دې غاړې څخه هم ځینې د ښځو حقونو فعالانو ګډون کړی و. د جرګې په پرېکړو کې ځینې مسایل چې د ښځو ژوند پورې اړه لري، د پام وړ وو؛ په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښوونځیو پرانېستل او همداراز په بدو کې د نجونو د ورکړې پر فرهنګ د بندیز ټینګار شوی او دا د خیبر جرګې یوه پرېکړه هم ګڼل کېږي.
د ۸صبح په نني پاډکسټ کې به د پښتنو په قومي جرګه کې د ښځو د ونډې کچه، په دواړو غاړو کې د ښځو پر برخلیک د دې پرېکړو اغېز او د جرګې وروسته د ښځو د راتلونکي په هکله د هغوی هیلې ارزول کېږي.
ددې او ورته پوښتنو د ځواب لپاره هشت صبح ورځپاڼه تاسو د دې پاډکسټ اوریدلو ته رابولي.