Sveriges mest populära poddar

8am Media | پادکست ۸صبح

ژورې خبرې/۱۵:  ایراني پوله‌ساتو له خوا د لسګونو افغان کډوالو وژل کېدل؛ د پېښې څرنګوالی او لاملونه

70 min • 18 oktober 2024

 ایراني پوله‌ساتو له خوا د لسګونو افغان کډوالو وژل کېدل؛ د پېښې څرنګوالی او لاملونه

ایراني پوله‌ساتو د روانې اوونۍ په لومړیو کې د افغان کډوالو یو کاروان د سیستان بلوچستان په سیمه کې په نښه کړ. د عیني شاهدانو په وینا، نږدې ۳۰۰ کسان د برید هدف ګرځېدلي چې له هغوی څخه ۲۶۰ کسان وژل شوي او ټپیان دي. لومړی، د کډوالو موټرونه په ماین چاودنه کې نښتي او بیا وروسته، ایراني پوله‌ساتو ځواکونه پرې په راکټ او نورو وسلو ډزې کړې دي. ایران د دې پېښې رامنځته کېدل رد کړي او د ایران دولت پلوه او مخالف رسنۍ یې هم چوپ دي او څه نه وايي. طالبانو هم ویلي چې دوی لا هم په دې اړه څېړنه کوي څو معلومه کړي چې دا پېښه رښتیا رامنځته شوې که نه.

په دې پاډکسټ کې به د دې موضوع په تړاو خبرې وکړو. له برنامې مېلمه او نورو ګډونوالو به د پېښې په هکله خبرې واورو او د دې لامل، د ایران او طالبانو د رژیمونو غبرګون به هم وڅېړو.

هشت صبح ورځپاڼه تاسو د دې پاډکسټ اوریدلو ته رابولي.

Förekommer på
00:00 -00:00