ګډ غم او درد څنګه د یو مشترک سیاسي روایت په ایجاد کې مرسته کولی شي؟
د ملت جوړونې لپاره یو مشترک روایت ته ولې اړتیا ده؟ او آیا موږ د یو ملت په حیث مشترک دردونه لرو؟
دا پوښتنې شاید ډېری جذابی او جالب ښکاره نشي، ولې ډیري بنسټیزي دي. ملتونه په مشترکو افسانو او روایتونو را جوړیږی او دا روایتونه د تاریخي پېښو په مرسته شکل نیسي. ځیني ټولنپوهان د مشترکو دردونو او امیدونو شتون په ملت سازي کې مهم بولي او انګېري هغه ملتونه چې مشترک تاریخي دردونه یې نه دي تجربه کړي نشی کولی مشترک ارمانونه ولري. ددې او ورته پوښتنو د ځواب لپاره هشت صبح ورځپاڼه تاسو د دې مهم پاډکاسټ اوریدلو ته رابولي.